دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 148073
پاکستان کې چاودنې نږدې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان په قبایلي سیمه باوجوړ ایجنسی کې د یوې چاودنې په ترڅ کې نږدې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د صدای افغان خبری آژانس، د ځایي چارواکو په وینا، پیښه تیره ناوخته هغه مهال رامنځته شوه کله چې د مسافر وړونکي پر یوه موټر ځای پر ځای شوی ماین وچاودید.

په سیمه کې یوه دولتي چارواکي مصطفی خان تائید کړه چې په دغه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او پنځه ویشت نور کسان ټپیان دي.

یو بل حکومتي چارواکي انور الحق وویل، چې د چاودنې په ترڅ کې ټپي شوي کسان روغتونونو ته لیږدل شوي دي او د شمېر کسانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دي.

په همدې حال کې ځینې راپورنه ښیي چې د وژل شویو کسانو شمېر پنځه تنو ته رسېدلي خو حکومتي چارواکي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه د پیښې مسئولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ له څو اونیو راهیسې د پاکستان په یو شمېر قبایلي سیمو کې د وسله والو ډلو پر ضد په چاڼیزو عملیات بوخت دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyvazpt1a5u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته