دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 148086
په شمال کې د طالبانو پوځي مرستیال ځان امنیتي ځواکونو ته وسپاره

په شمال بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو په پوځي چارو کې مرستیال ځان امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو دغه لوړپوړي قوماندان چې قاري محیب الله نومیږې د بغلان ولایت بورکه ولسوالی په اړوند سیمه کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی.

چارواکي زیاتوي، چې قاري محیب یوه میل کلاشینکوف او پنځه شاژونه هم امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځې راهیسې د بغلان ولایت په یو شمېر نا امن ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې هڅه کوي ترڅو د هېواد په ختیځ او سویلي ولایتونو ترڅنګ په شمالي ولایتونو کې د دولت ضد فعالیت پراخه کړي.

بغلان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلنو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc44qse2bq0x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته