دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۳
د مطلب کود : 148120
ننګرهارکی ۴ تنه د چاودیدونکو توګونیول شوی دی
د ننګر هار چارواکی وایی، په دی ولایت کي د سرحدي ۳۰۱ لوا منسوبينو ۴ کسانو ‎د چاوېدونکو توکو ډک دوه کرولا موټرو سره یو ځای نیولي دي.


 د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، د یاد لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل نن ورځ په دی اړه خبريالانو ته ویلی، چې د یاد ولايت اړوند په مومندرې ولسوالۍ کې د دغې لوا د شپږم کنډک منسوبينو د يو کشفي راپور پر بنسټ په دوو کرولا موټرو کې بار چاودېدونکي توکي نيولي دي.
هغوی وایی، چې په نيول شويو چاودېدونکو توکو کې ۹۰۰۰ چاودېدونکې پټاقۍ او ۳۵۰۰ متره ثانيه سوز لينونه شامل دي.
له بل خوا ویلکږی، چې د ننګرهار ولایت په هسکې مینې ولسوالۍ کې د پنجنشبي په ورځ د دوو کورنیو کابو ۱۶ غړي په یوه موټر کې په نښه شول او ووژل شول.

https://avapress.com/vdcb5wb8grhba8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته