دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۴
د مطلب کود : 148126
د ریاست جمهوری سره د جنرال دوستم مذاکرات/ جنرال ډیر زیر هیواد ته راګرځی
عبدالرشید دوستم ته نږدی کسان وایی د ریاست جمهوری او ښاغلی دوستم ترمنځ مذاکرات ترسره سوی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، عظیم قویاش، جنرال دوستم ته نږدی کسانو څخه او د سرپل ولایت سناتور وایی چی د دوستم او حکومت ترمنځ مذاکرات د ریاست جمهوری لمړۍ معاونیت صلاحیتونو بیرته ګرځولو لپاره جریان لری.

ښاغلی قویاش و افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل: مذاکرات ددی لپاره هم جریان لری چی هغه دسیسی چی د ځینو حلقو له لوری د جنرال دوستم په وړاندی طرحه سوی دی باید ټول سی.

قویاش د مذاکراتو نتیجه ښه توصیف کړ خو ټینګار کوی چی تراوسه د جنرال دوستم غوښتنی نه دی پوره سوی.

بابر فرهمند، د ښاغلی دوستم دفتر مشر د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری سره په لنډ خرو اترو کی وویل چی ریاست جمهوری لمړۍ معاون شاید تر یوه اونۍ پوری به افغانستان ته بیرته وګرځی.

ښاغلی قویاش وویل چی د ښاغلی دوستم په نه موجودیت کی دشمنان ددی وخت څخه ګټه اخیستلی او اوس سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونه د سقوط په حال کی قرار لری.

د هغه په وینا ددی دری ولایتونو سقوط به د شمال سقوط او په نتیجه کی د ټول افغانستان سقوط لامل سی نو د همدی لپاره د ښاغلی دوستم راتلل او د هغه شتون په افغانستان کی حتمی دی.

https://avapress.com/vdchi6nz-23nkzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته