کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ریاست جمهوری سره د جنرال دوستم مذاکرات/ جنرال ډیر زیر هیواد ته راګرځی

21 اسد 1396 ساعت 19:14

عبدالرشید دوستم ته نږدی کسان وایی د ریاست جمهوری او ښاغلی دوستم ترمنځ مذاکرات ترسره سوی دی.


د افغان غږ(آوا) په ګزارش سره، عظیم قویاش، جنرال دوستم ته نږدی کسانو څخه او د سرپل ولایت سناتور وایی چی د دوستم او حکومت ترمنځ مذاکرات د ریاست جمهوری لمړۍ معاونیت صلاحیتونو بیرته ګرځولو لپاره جریان لری.

ښاغلی قویاش و آوا خبرګزاری ته وویل: مذاکرات ددی لپاره هم جریان لری چی هغه دسیسی چی د ځینو حلقو له لوری د جنرال دوستم په وړاندی طرحه سوی دی باید ټول سی.

قویاش د مذاکراتو نتیجه ښه توصیف کړ خو ټینګار کوی چی تراوسه د جنرال دوستم غوښتنی نه دی پوره سوی.

بابر فرهمند، د ښاغلی دوستم دفتر مشر د آوا خبرګزاری سره په لنډ خرو اترو کی وویل چی ریاست جمهوری لمړۍ معاون شاید تر یوه اونۍ پوری به افغانستان ته بیرته وګرځی.

ښاغلی قویاش وویل چی د ښاغلی دوستم په نه موجودیت کی دشمنان ددی وخت څخه ګټه اخیستلی او اوس سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونه د سقوط په حال کی قرار لری.

د هغه په وینا ددی دری ولایتونو سقوط به د شمال سقوط او په نتیجه کی د ټول افغانستان سقوط لامل سی نو د همدی لپاره د ښاغلی دوستم راتلل او د هغه شتون په افغانستان کی حتمی دی.


د مطلب کود: 148126

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148126/د-ریاست-جمهوری-سره-جنرال-دوستم-مذاکرات-ډیر-زیر-هیواد-ته-راګرځی

آوا
  https://www.avapress.com