دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۹
د مطلب کود : 148131
پر پاکستان پوځیان خونړی ځانمرګي برید تر ۵۰ زیات کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان په کوټه ښار کې د یوې خونړی چاودنې په ترڅ تر پنځوس زیات کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځایي امنیتي چارواکي وایي، پیښه تیره شپه ناوخته هغه مهال رامنځته شوه کله چې یوه ځانمرګي بریدګر د پوځیانو یوه موټر په نښه کړه.

چارواکي زیاتوي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه پنځه لس کسان د اته پوځیانو په ګډون وژل شوي.

د چارواکو په وینا، په دغه برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان ټپیان هم شوي دي.

د بلوچستان صوبایي وزیر سرفراز بوګټي تائید کړه چې په دغه برید کې ۱۵کسان وژل شوي خو نوموړې وايي لږ تر لږه ۳۲ نور کسان ټپیان دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د دغه برید په غبرګون کې وویل چې ورته بریدونه د دښمنانو هغه هڅې په ډاګه کوي چې د پاکستان د ازادي ورځ جشن د ګډوډلو لپاره جوړه کړي دي خو نومړې ټینګار وکړ چې د پاکستان پوځیانو هیڅکله به دښمن ته تسلیم نه شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsj0ffyt0of6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته