دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 148136
سوداګر: پاکستان د افغانستان ځنغوزې په خپل نوم صادروي

خوست ولایت کې د ځڼغوزیو یوشمېر سوداګروايي، هر کال د هېواد بیلا بیلو برخو څخه دغه ولایت ته ۲۵ زره ټنه ځڼغوزي راځي، خو پاکستان ته تر صادریدو وروسته په معیاري توګه بسته‎بندي کېږي او چین ته د دې هېواد په نامه صادریږي.

په خوست ولایت کې د ځنغوزیو سوداګر، ولي‎جان وايي:«هر کال دي بازار ته په منځنۍ کچه کابو دېرش زره ټنه ځنغوزې راوړل کېږي او دېره برخه یې پاکستان ته ځي چې وروسته له بسته بندي او پروسس څخه چین ته د پاکستان په نوم صادریږي.»

سوداګر وايي، پاکستاني سوداګر یوه کیلو ځڼغوزي په اته ډالره اخلي، خو دوی یې بیا د چین په بازارونو کې په ۳۰ ډالره پلوري.

د صادرکوونکو ټولنې غړی، نورزا غلي په دې اړه وايي:«موږ له ولسمشر څخه غوښتنه کوو چې زموږ ستونزې هوارې کړي او چین ته د ځنغوزو د صادراتو زمینه برابره کړي، اوس د افغانستان ځنغوزو ډېره ګټه پاکستان ترلاسه کوي.»

بل خوا د سوداګرۍ اوصنایعو خونې دمالو ماتو له مخې هر کال ۱۵۰۰ ټنه ځڼغوزي له هیواده بهر صادریږي.

د سوداګرۍ اوصنایعوخونې مسوؤلین وايي، د افغانستان او چین ترمنځ د اوسپنۍ پټلۍ د لارې پرانستو سره بیاهم افغانستان له دغې لارې چین ته د ځڼغوزیو صادرولو زمینه نه ده برابره کړې.

خو یوه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وايي، اوس مهال د هېواد د ځڼغوزیو لویه برخه په قاچاقي ډول پاکستان ته صادریږي.

د سوداګریو خونو مرستیال، یونس مهمند څرګندوي:«هر کال زرگونه ټنه ځنغوزې په هېواد کې تولیدیږي، خو د دې تولید په پرتله بهر ته زموږ صادرات کم دي.»

دا په داسې حال کې ده چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکي وايي، اوس مهال په اتو ولایتونوکې د ځڼغوزیوپه ګډون یومیلیون هکتاره ځنګلونه شته چې دغه ځڼغوزي د خلکو له خوا راټولیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipvazqt1a5z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته