کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې د بریالیتوب لپاره امریکا ۷ سپارښتنې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 اسد 1396 ساعت 10:27


نیشنل انټرسټ خپرونې په یوه تازه لیکنه کې په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره د امریکا حکومت ته اووه سپارښتنې کړې. د دې لیکنې سرلیک دی” په افغانستان کې د بریالیتوب اووه مهمې پایلې.“

هغه اووه سپارښتنې چې دې خپرونې کړي یوه یې هم دا ده چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دې پوځي ملاتړ زیات شي او په دې برخه کې دې افغان ظرفیتونه په ښه توګه وروزل شي.

خپرونه همدارنګه وايي، د امریکا متحده ایالات او مرسته کوونکي هېوادونه باید له افغان حکومت سره سخت کار ته دوام ورکړي څو د حکومتولۍ بڼه بهتره او اقتصادي وده زیاته شي.

نېشنل انټرسټ پر پاکستان فشار راوړل هم مهم بولي او وايي، پاکستان په افغانستان کې د ناکامۍ یو سبب او د بریالیتوب لپاره یوه اړتیا ده.

واشنګټن په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د اکمالاتو لپاره پر پاکستان تکیه دی، خو طالبان او نورې سختې دریځې ډلې هم د پاکستان ځینې برخې د خوندې ځالو په توګه کاروي.

د خپرونې په وینا ډېر باور لري چې دا کار د پاکستان په حکومت کې دننه د ځینو برخو په پراخه همکارۍ ترسره کېږي چې په افغانستان کې یې د امریکا هڅو ته سخت زیان اړولي.

مقاله زیاتوي ريښتیا چې هر څه دي وي به، خو په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره په پاکستان کې دننه د پاکستان له خوا د طالبانو او ورته ډلو ځپل ضروري دي.

نشنل انټرسټ همدارنګه د امریکا متحدو ایالتونو له خوا پر یو داسې مکانېزم او کړنلارې کارکول مهم بولي چې په کارولو یې طالبان له افغان حکومت سره د سولې او پخلاینې خبرو ته چمتو شي.

د باسټن هیرلاډ خپرونې په خپلې ویب پاڼې کې د افغانستان په اړه په یوه لیکلې مقاله کې ویلي، امریکایانو ښايي د افغانستان د جګړې په اړه خپل لیدلوری له لاسه ورکړی وي، خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفتر نوي رئیس جنرال جان کیلې په دې اړه نظر له لاسه نه دی ورکړی.

د خپرونې په وینا دا ځکه چې جنرال کیلې زوی د افغانستان د جګړې قرباني دی او هغه پوهېږي هغه چې افغانستان کې پېښيږي په افغانستان کې نه پاتې کېږي.

خپرونه وايي: اوس که نوموړی لویدیځ پلوي فکرونه متمرکز کړی شي، نو ښايي افغانستان ته بېرته عامه پاملرنه ور واوړي.


د مطلب کود: 148143

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148143/افغانستان-کې-د-بریالیتوب-لپاره-امریکا-۷-سپارښتنې

آوا
  https://www.avapress.com