کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالي نیولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 اسد 1396 ساعت 15:24


په مشرانو جرګه کې د فاریاب استازی ګل محمد رسولي منلې، چې طالبانو د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالي نیولې ده.

هغه زیاتوي، له تېرې ورځې راهیسې په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه وه؛ ځو د ډېر ملاتړ د نه رسیدو پر لامل غورماچ ولسوالي طالبانو ونیوله.

 یو سیمه ییز قومندان له آریانا نیوز سره په اړیکه کې په ډاګه کړې، چې ځواکونه یې په دې سیمه کې ۲۲ ورځې محاصره ول؛ خو د اړتیا له مخې یې سیمه طالبانو ته پریښوده.

د فاریاب والي ویاند جاوید بیدار آریانا نیوز ته د ګرځند پر اړیکه دغه خبر رد کړی او ویلي یې دي، چې ملي امنیتي ځواکونه په دې ولسوالۍ کې د پرمختګ په حال کې دي.

غورماچ ولسوالي د فاریاب ولایت یو ستراتیژیکه سیمه ده، چې له تېر یو کال راهیسې په کې د طالبانو هڅې پراخې شوې دي.


د مطلب کود: 148169

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148169/طالبانو-د-فاریاب-ولایت-غورماچ-ولسوالي-نیولې

آوا
  https://www.avapress.com