کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ارګ په یوه خونه کې قېمتي ډبرې تر پېژندنې وروسته خوندي شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 اسد 1396 ساعت 15:46


د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي، د کانونو او پترولیم وزارت اړوند ځینې قېمتي ډبرې چې په هېواد کې له تېرو جګړو وروسته د ارګ په یوه خونه کې ساتل کېدې، د کانونو او پترولیم وزارت او د حفظ او مراقبت ریاست، د جمهوري ریاست د عالي مقام د تدارکاتو او خدماتو ریاست انجنیرانوګډ پلاوي له پېژندنې وروسته دوباره خوندي شوې.

د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه ډبرې په دې وروستیو کې د ارګ دروازې اړوند یوې خونې د ارزونې پر مهال ترلاسه شوې. په ۱۳۷۱ کال کې په کانونو او پټرولیم وزارت کې د دغو ډبرو د ساتنې پرځای د راکټ لګېدو له امله د خوندیتوب په خاطر ارګ ته ولېږدول شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د جیالوجۍ او کانونو سروې ریاست دوه تنه منسوبینو انجینر محمدنبي مطهري او انجینر مرزا چې د دغه پلاوي په ترکیب کې شامل وو د دغو قېمتي ډبرو په اړه معلومات ورکړل.

هغوی وویل، د یادو ډبرو اندازه او کیفیت په دقیقه توګه معلوم نه دی، خو بېلابېل ډولونه لکه لاجورد، ګرانیت، عقیق، امتیست، بریل، میکرولیت، تخنیکي تورمالین او میده دانې بیروج او نور ډولونه لري.

د هغوی په وینا، دغه قېمتي ډبرې د تېرو حکومتونو پرمهال له هېواده بهر د قاچاق پرمهال ضبط شوي دي چې د ضبط کولو جریان اسناد یې هم موجود دي.


د مطلب کود: 148171

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148171/د-ارګ-په-یوه-خونه-کې-قېمتي-ډبرې-تر-پېژندنې-وروسته-خوندي-شوې

آوا
  https://www.avapress.com