کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داعش ډلی مشر په کنر ولایت کی ووژل سو

22 اسد 1396 ساعت 17:35

ناتو دا تاییدوی چی عبدالرحمان، د داعش ډلی مشر د کنر په ولایت کی د خپل دری غړیو سره په یو هوایی برید کی وژل سوی دی.


 

 

د آوا په ګزارش سره د ناتو ماموریت په افغانستان کی وایی چی عبدالرحمان، د داعش ډلی مشر په کنر کی د یو هوایی برید په ترڅ کی وژل سوی دی.

په یو خبر کی چی ناتو ماموریت و رسنیو ته استولی دی دا راغلی دی چی عبدالرحمان د آګست په لسم تاریخ د خپل دریو غړیو سره د کنر دره پیچ ولسوالی کی وژل سوی دی.

جنرال جان نیکلسون، امریکایی ځواکونو قوماندان په افغانستان کی په دی اړه ویلی دی: د عبدالرحمان مرګ پر دی ډله باندی یو بل لوی ضربه دی.

ښاغلی نیکلسون ټینګار کوی جی ناتو د داعش د نابودی تروخت پوری به خپل کار ته ادامه ورکړی.

ویل کیږی چی عبدالرحمان، د داعش ډلی مشرتابه درلودلو سربیره په کنر کی، د داعش ډلی امیر لپاره یو نامزد، د جولای میاشت کی د ابو سعید د مرګ وروسته وو.


د مطلب کود: 148181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148181/د-داعش-ډلی-مشر-په-کنر-ولایت-کی-ووژل-سو

آوا
  https://www.avapress.com