دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 148183
لوګرکي د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتو شوي
افغان امنیتي چارواکی وایی، په دی ولایت کي د پل علم او برکي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتوشوي دي.



د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې وایی، په دی ولایت کې بېلابېلو نښتو کې د ۴ طالب وسله‎والو وژل شوی دی.
سرچینیو زیاتیوی، په دی نښته کی د لوګر مرکز‎، پل علم کې د ترهګرو پرضد پوځي عملیاتو کې ۴ تنه وسله‎وال وژل شوي او۴ تنه نور ټپيان شوی دي.
خبرپانه وایی، چې تېره شپه یو شمېر طالب وسله‎والو د افغان ځواکونو پر پوستو د لوګر مرکز پورک سیمه کې برید کړی او د افغان ځواکونو له سخت ځواب سره مخامخ او شاتګ ته اړ شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلي.

https://avapress.com/vdcaaan6e49ny61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته