دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 148257
د فاریاب په غورماچ ولسوالی په نښتو کې ۸۰ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په شمال فاریاب ولایت کې پر غورماچ ولسوالی د طالبانو له خوا د ډلییز برید په ځواب کې لږ تر لږه ۸۰ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، د نښتې په ترڅ کې چې د وسله والو طالبانو د برید په ترڅ کې پیل شول، لږ تر لږه ۶۰ تنه وسله وال وژل شوي.

چارواکي زیاتوي، چې په وژل شویو کې د وسله والو طالبانو د تش په نامه ولسوال مولوي امرالله په ګډون یو شمېر نور لوړپوړي طالبان قوماندانان هم وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا، نورې طالبان قوماندانان چې د نښتې به ترڅ کې وژل شوي، ملا جمع ګل، عبدالرحیم مشهور په لالا، مولوي بسم الله، ملا شاه ولي، ملا ضیاه الدین، او ملا جمعه دین مومیږي.

په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وسله وال طلبان تپیان هم شوي دي او ۱۹ تنه بېلا بېل موټرونه او موټر سایکلونه هم ویجاړ شوي.

په همدې حال کې په ولسي جرګې کې د فاریاب خلکو استازې بشیر احمد تهینج وایي، د هوایي او ځمکني بریدونو په ترڅ کې کابو ۱۰۰ ته وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccp4qsm2bq0i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته