کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې پر ملي اردو انتحاري حمله کې ۳ سرتیري ټپیان شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1396 ساعت 12:05


راپورونه وايي، په هلمند کې د ملي اردو پر سرتېرو یو ځانوژونکي برید کې درې سرتیري ټپیان شوي دي.

برید پرون ماښام په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۱۵ شاهین قل اردو د شپږم کنډک پر سرتېرو د یو موټر په وسیله شوی دی.

د ګرشک ولسوال محمد سلیم رودي رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې د ملي اردو درې سرتیري ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، له چاودیدونکو موادو ډک موټر هدف ته تر رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو له‎خوا له منځه وړل شوی.


د مطلب کود: 148383

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148383/هلمند-کې-پر-ملي-اردو-انتحاري-حمله-۳-سرتیري-ټپیان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com