افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د یوه باثباته او بې ثباته دولت توپیر د قانون په حاکمیت پورې تړلی دی او د قانون حاکمیت د ثبات وسیله ده.
د نوموړي په خبره، د قانون په نه موجودیت کې اقتصادي وده او پانګونه ناشوني دي..
ولسمشر غني دا خبرې د یکشنبې په ورځ د قضایي ستاژ یا عملي زدکړو دېرشمې دورې د ۲۹۷ فارغانو سره لیدنه کې وکړې، چې ۵۷ تنه یې ښځینه قاضۍ دي.