دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۴۰
د مطلب کود : 148749
د زنخان ولسوالی د سقوط په اړه نقیضی خبری!
د غزنی ولایتی شورا ځینی غړۍ او طالبانو ویاند د زنخان د ولسوالی د سقوط څخه خبر ورکوی، خو د غزنی امنیتی چارواکی ددی ولسوالی سقوط ردوی.

 

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د غزنی پولیسو قوماندی سرپرست مصطفی مایار په وینا، یواځی د امنیتی ځواکونو یو پوسته تیره شپه د نښتی له امله په زنخان کی سقوط کړی وو چی د مرستندویو امنیتی ځواکونو په رسیدو سره، دا پوسته بیرته د امنیتی ځواکونو تر تصرف لاندی راغلل او طالبانو د زنخان ولسوالی په پوره توګه نه دی تصرف کړی.

ښاغلی مایار ددواړو لورو تلفاتو په اړه وویل: د تیری شپی په نښتو کی دری سرتیری شهیدان او اته تنه نور هم ټپیان سوی دی، همدارنګه په دی نښته کی دری تنه طالبان هم وژل سوی دی او اووه تنه طالبان ټپیان سوی دی.

هغه همدارنګه وویل چی د یو هاوان لګیدو له امله د مهماتو یو دیپو هم تیره شپه منهدم سوی دی.

په همدی حال کی غزنی والی ویاند عارف نوری او ملی اردو دریم لوا ویاند حنیف رضاییی په غزنی کی د افغان غږ خبری آژانس د خبرنګارانو سره په تماس کی ددی ولسوالی سقوط رد کړه.

عبدالجامع جامع د غزنی ولایتی شورا یو غړۍ هم د افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو اترو کی ددی ولسوالی سقوط د طالبانو په لاس تاییدوی.

ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند هم د افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کی ددی ولسوالی سقوط څخه خبر ورکړی دی او ویلی دی چی تیره شپه ددی ډلی ځواکونو برید له امله د زنخان ولسوالی په کامله توګه د طالبانو په لاس سقوط کړی دی او ډیر مهمات هم د دریو تانکونو او یو رنجر په شمول د غنیمت په توګه لاسته راوړی دی.

د هغه په وینا څلور سرتیری په دی ولسوالی کی وژل سوی او څلور نور ټپیان سوی دی.

https://avapress.com/vdci5vaz3t1a5y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته