کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې هوایي بریدونه وسله والو طالبانو درنه مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 سنبله 1396 ساعت 12:32


د افغانستان په سویل هلمند ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي، د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په سویل کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومانداني ویاند نواب ځدران وایي، د لښکرګاه ښار په اوږدو او ناوې ولسوالی په اړوند سیمو کې د هوایي بریدونو او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وسله وال وژل شوي.

نومړې زیاته کړه، چې تیره شپه ناوخته د لښکرګاه ښار اړوند په بولان سیمه کې افغان هوایي ځواکونه هوایي بریدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې ۶ تنه وسله وال ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

د جنرال ځدران په وینا، د یوه بل هوایي برید په ترڅ کې چې امریکایي ځواکونو له خوا د ناوې ولسوالی په اړوند سیمه کې لږ تر لږه ۷ تنه وسله وال ووژل شول.

په همدې حال کې یوه بل امنیتي سرچینه وایي، د ملي پولیسو عملیاتو په ترڅ کې د هلمند-کندهار لویه لاره په اوږدو کې لږ تر لږه ۸ تنه وسله وال ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 148862

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148862/هلمند-کې-هوایي-بریدونه-وسله-والو-طالبانو-درنه-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com