دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 148883
د ۱۳۹۶ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې را ټول شوي ملي عواید د تېر مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله ۹.۷ ٪ لوړ شوي دي

د ۱۳۹۵ مالي کال لومړیو شپږو میاشتو او ۱۳۹۶ مالي کال لومړیو شپږو میاشتو د ملي عوایدو را ټولېدو د پرتلې په تړاو نن د وږې میاشتې په ۵ نېټه رسنیز کنفرانس د مالیې وزارت په خیبرهال کې جوړ شو.

په دې کنفرانس کې د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکونو مرستیال، د مالیې وزارت ویاند، د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس، د دې وزارت یو شمېر کارکوونکو او رسنیو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت ویاند، د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي د دې کنفرانس په پرانیستې وینا کې وویل، چې د مالیې وزارت رهبرۍ له هدایت سره سم په تېرو دو کلونو کې مو د اطلاع رسونې پروسه په مرکز او ولایتونو کې پیل کړې. ده زیاته کړه، سره له دې چې په دې برخه کې لاسته راوړنې لرو، بسنه نه پرې کوو، بلکه پرېکړه مو کړې ، چې په دې ډول کنفرانسونو سره د مالیې وزارت لاسته راوړنې او فعالیتونه په ریښتینې توګه خلکو ته ورسوو.

د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي ډاکټر نجیب الله وردګ وویل: " د نن ورځې له کنفرانس څخه موخه د ۱۳۹۶ مالي کال لومړیو شپږو میاشتو په ملي عوایدو کې لاسته راوړنې دي، د ملي عوایدو را ټولولو ته ۱۵۳ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی، د ۱۳۹۵ مالي کال په پرتله چې ۱۳۲ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی وو، ۱۵٪ ډېروالی ښیي.

نوموړي زیاته کړه، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۷۶.۵ میلیارده افغانۍ را ټولې شوې دي، چې د تېر کال ۶۹.۷ میلیارده افغانیو عوایدو را ټولېدو په پرتله ۹.۷٪ ډېروالی ښیي. د ملي عوایدو را ټولېدو ډېروالی، په عایداتي سرچینو کې د هر اړخیزه اصلاحاتو پلي کول، د برېښنایي سیستمونو نصبول، د پروسو ساده کول او د وړتیا، تجربې او تخصص له مخې ګمارل د یادونې وړ دي.

په پای کې د رسنیو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه هم وویل شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch66nzx23nk6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته