دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 148887
۱۹۰ امریکايي سرتېري افغانستان ته پر لار دي
امریکايي رسنۍ وايي، ۱۹۰ تنه امریکايي سرتېري چې د جنوبي کارولینا د ملي ګارد غړي دي افغانستان ته د خپل ماموریت پیلولو له پاره پر لاره ده.


یاد شمېر سرتېرو تېره ورځ په جنوبي کارولینا کې له خپلو کورنیو سره مخه ښه کړې ده.
په دغو مراسمو کې د سرتېرو کورنیو د امریکا له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي او نور دې امریکايي عسکر په یوه لرې جګړه کې نه وژني.
د یاد شمېر سرتېرو قومندان برېپ پینګ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د دوی تګ ډېر مخکې تنظیم شوی و، خو اوس عملا امر ورته شوی دی.
هغه ویلي، په افغانستان کې به یې ماموریت آسانه نه وي، ځکه په وینا یې د هر څه پېښېدو امکان شته دی.
باید و ویل شی، چې د سرتېرو د لېږلو امر د ډونالډ ټرمپ د تګلارې تر اعلان څو ورځې وروسته شوی دی.

https://avapress.com/vdcbwwb8zrhbawp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته