کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیر بهادر زاده خپل تکړه اسټرالیایي سیال ته ماتې ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 سنبله 1396 ساعت 8:44


د افغانستان د ازادو رزمي مبارزو لوبغاړی سیر بهادر زاده د Ultimate Fighting Championship په سیالیو کې تیره شپه خپل تکړه اسټرالیایي سیال ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې تیره شپه ناوخته د هالنډ په روتړدم ښار کې جوړه شوې وه، بهادر زاده وتوانېد راب ویلکنسن ته د سیالي په دویم پړاو کې ناک اوټ کړي.

د بهادر زاده او ویلکنسن ترمنځ سیالي تیره شپه ناوخته د افغانستان په وخت ترسره شوه او دواړو مبارزینو وتوانېدل د سیالي لومړی پړاو کابو په مساویانه توګه پای ته ورسوي.

خو د سیالي د دویم پړاو په نیمایې کې یې بهادر زاده وتوانېد د پر له پسې سوکونو په وسیله خپل سیال ناک اوټ کړي په داسې حال کې چې اسټرالیاي لوبغاړی غوښتل دغه سیالي د نمراتو په وسیله د ځان په ګټه تمام کړي.

دا په داسې حال کې ده چې بهادر زاده د تیر کال په مارچ میاشت کې هم د Ultimate Fighting Championship په سازمان کې خپل امریکایي سیال برندن ټچ ته د سبمېشن په وسیله ماته ورکړی وه.

د ازاد مبارزو په برخه کې بهادرزاده تر دا مهاله په ۳۰ سیالیو کې برخه اخیستی دی چې په کې ۲۳ بریاوې، ۶ ماتې، او یوه مساوې شامل دي.

نومړې په Ultimate Fighting Championship سازمان کې خپل مبارزې د ۲۰۱۴ کال په اپریل میاشت کې وکړه او وتوانېد چې خپل برازیلي سیال پاولو تیاګو ته د سیالي په لومړیو ثانیو کې ناک اوټ کړي.

په همدې حال کې د راب ویلکسن د رزمې مبارزو په ریکارډ کې ۱۱ بریاوې شامل دي او په هیڅ یوه کې یې ماتې نه خوړلې.


د مطلب کود: 149216

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149216/سیر-بهادر-زاده-خپل-تکړه-اسټرالیایي-سیال-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com