کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي ډیپلومات د افغانستان په سوله کې د پاکستان ونډه مهمه بولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 سنبله 1396 ساعت 11:00


په پاکستان کې د امریکا سفیر ډیویډ هیل وايي چې په افغانستان کې سوله نشي ټینګیدلای خو که پاکستان همکاري وکړي.

پاکستان کې امریکايي سفیر په افغانستان کې د جګړې پایته رسیدو یوځینۍ ټاکنه، سیاسي حل لار بولي. ډیوید هیل وایي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت د اوږدیدو لامل، اسلام آباد ندی. د هیل په وینا دونالد ترمپ په دې باور دی چې په افغانستان کې د جګړې پای لپاره سیاسي حل لارې هم باید وڅیړل شي او دا کار د پاکستان او د افغانستان ګاونډیو هیوادونو له همکاري پرته شونې نده.

هغه وايي"باید هڅه ونکړو چې پاکستان د افغانستان له مسایلو جدا کړو، ځکه افغانستان کې سولې او ټیکاو ټینګولو کې پاکستان کولای شي د پام وړ ونډه لري. د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله ناشونې ده".

په ورته وخت کې د روسیې په ولسي جرګه کې د دفاعي کمیټې مرستیال یوري شوتکین ادعالري چې په افغانستان کې د ترهګرو لمنځه وړلو لپاره د امریکا هڅه ناکامه شوې.

شوتکین ویلي" نن باید په خواشینۍ سره ومنو چې امریکا د دی پخوا کې چې په افغانستان کې د خپل ځان لپاره د یو وفادره حکومت جوړولو کې ناکام شوې ، په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد جګړه یې ناکامه ده.د روسیې دریځ دا دې چې امریکا باید له افغانستان خپل ټول سرتیري وباسي".

له هغه وروسته چې ډونالډ ټرمپ د افغانستان لپاره خپله تګلاره اعلام کړه، د ملي یووالې حکومت مشرانو د دغې پریکړې هر کلې وکړ او وي ویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو زیاتوالې د سولې او ټیکاو لامل کیږي.

د ډونالډ ټرمپ حکومت په خپل لومړي ګام کې پاکستان سره د ۲۵۵ میلونو ډالرو مرسته وځنډوله او اعلام یې وکړ چي د دغو مرستو ځنډ به تر هغه وخته دوام وکړي څو چې پاکستان هغه ترهګر ځپلي نه وي چې افغانستان یې ګواښي.


د مطلب کود: 149231

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149231/امریکايي-ډیپلومات-د-افغانستان-په-سوله-کې-پاکستان-ونډه-مهمه-بولي

آوا
  https://www.avapress.com