د روسیه خارجه چارو وزارت اعلان کړ: په شمالی کوریا کی هسته ای ارزونی د سیمی د امنیت او سولی لپاره سخت ګواښ دی.
د روسیه اعتراض شمالی کوریا ته د هایدروژنی بوم د ارزونی له امله
13 سنبله 1396 ساعت 0:50
د روسیه خارجه چارو وزارت اعلان کړ: په شمالی کوریا کی هسته ای ارزونی د سیمی د امنیت او سولی لپاره سخت ګواښ دی.
د افغان غږ(آوا) په ګزارش سره، مخکی له دی، شمالی کوریا اعلان کړی وو چی ددی هیواد هایدروژنی بوم ارزونه په یو قاره کی د بالستیک راکتونو د تجهیز په خاطر ددی هیواد رهبر په امر بریالیتوب باندی ترسره کړی دی.
د روسیه خارجه وزارت په اعلامیه کی راغلی دی: نه سو کولای چی ووایو چی د شمالی کوریا رهبر په دی اقداماتو سره د نړیوالی غیری نظامی رژیم تضعیف او کوریا شبه جزیره کی د سولی او امنیت او ټولی سیمی سولی او امنیت لپاره ګواښ نه دی او ددی لاری ادامه به خپله شمالی کوریا ته ډیر خطرناک پیامدونه به ولری.
د اسپوتنیک روسی خبرګزاری په ګزارش سره، مسکو په همدی حال کی وایی: په دی وضعیت کی باید آرامتیا ولرو او د هر ډول اقدام څخه چی تنش او مشکلاتو لامل ګرځی، باید مخنیوی وکړو.
په همدی حال کی د روسیه خارجه چارو وزارت ټینګار وکړ: موږ د بحران د حل لپاره هر ډول هڅو ته آماده یو او د کوریا شبه جزیره بحران حل لپاره د چین او روسیه نقشه عملی کولو باندی ټینګار کوو.
د مطلب کود: 149258