دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۳۴
د مطلب کود : 149316
غنی: له پاکستان سره سوله د افغانستان ملي آجنډا کې شامله ده
ولسمشرمحمد اشرف غني د لوی اختر په لومړۍ ورځ له لمانځه وروسته په ارګ کې خبري غونډې ټه ویلی دی، چې پاکستان سره د دولت په کچه سوله غواړو.


د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، افغان ولسمشر هغه ورځ وویل، د ملي یووالي حکومت د تیرو حکومتونو په څیر له وسله والو او پاکستان سره څو اړخیزې اړېکې درلودې.
ښاغلی ولسمشر غنی زیاتیوی، له پاکستان سره سوله د افغانستان ملي آجنډا کې شامله ده.
په دې لړ کې د دغو دوو ګاونډیانو د اړیکو راتلونکې ته له بیلابیلو لیدلورو کتل کیږي.

https://avapress.com/vdcjvhevmuqextz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته