دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 149376
کابل کې د فوټبال لیګ شپږم پړاو د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیلېږي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، په کابل کې د فوټبال لیګ د سیالیو شپږم پړاو د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیلېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر د سې شنبې په ورځ ته وویل چې د دغه لیګ په لومړۍ ورځ، شاهین اسمايي او د سپین غر لوبډلې د یو بل په وړاندې لوبېږي.

ښاغلی کارګر وايي چې فوټبال لیګ د لومړي پړوا سیالۍ د ورځې او د دوهم پړوا سیالۍ د شپې له خوا تر سره کېږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان د زونونو لوبډلې شاهین اسمايي، طوفان هریرود، سپین غر بازان، عقابان هندوکش، سیمرغ البرز، موج آمو، اباسین څپې او میوند اتلان لوبډلې ګډون کوي.

تېر کال د دغو سیالیو اتلولي شاهین اسمايي لوبډلې ګټلې وه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfe1dyvw6djma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته