دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 149648
مزار شریف کې د سره صلیب یوه بهرنی ښځه په ډزو ووژل شو

د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د سره صلیب یوه ښځینه د وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی.

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، پیښه نن د سره صلیب اړوند په یوه روغتون کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې دوه تنه وال د یاد سازمان پر ډاکټر ډزې پیل کړل.

تر اوسه د پیښې اصلي علت او څرنګوالې نه ده په ډاګه شوي خو لومړنی معلومات ښیي چې بریدګرو په روغتون کې تر درملنې لاندې وه.

په سیمه کې یوه پولیس چارواکي وایي، د سره صلیب وژل شوی ډاکټر بهرنی وکړي و.

د بلخ ولایت امنیه قومانداني ویاند شیر جان دراني تائید کړه چې دغه بهرنی ښځه د دوه تنه کسانو له خوا په ډزو وژل شوی.

دا په داسې حال کې ده سره صلیب یوه شمېر کارکوونکي نږدې اوه میاشتې مخکې هم په شمال جوزجان ولایت کې د وسله والو په برید کې وژل شوي وه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkwnz623nk-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته