کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په اړه د امریکا نوی استراتژی سره د نمایندګانو مخالفت

21 سنبله 1396 ساعت 1:06

د نمایندګانو مجلس غړۍ خپل لمړۍ ناسته کی د دوبی رخصتیو وروسته د امریکا نوی استراتژی په وړاندی غبرګون ښودلی دی او وایی چی دا استراتژی په افغانستان کی د جنګ ادامه سبب ګرځی؛ ددی لپاره ددی سره مخالف دی.


د آوا په ګزارش سره، د امریکا نوی استراتژی اعلام وروسته په هیواد کی هوایی بریدونه ډیر سوی دی چی په ترڅ کی یی ډیر غیری نظامیان وژل کیږی.

منورشاه بهادری، د هرات خلګو نماینده په ننۍ ناسته کی وویل چی که ددی استراتژی بحث یواځی زموږ خلګو بمباران کول دی، زموږ لپاره قطعآ د قبول وړنه دی.

عبیدالله بارکزی، د نمایندګانو مجلس بل غړۍ: موږ قطعآ د امریکا نوی استراتژی سره مخالف یو،ځکه چی جنګ په هیواد کی دوامداره کوی.

ښاغلی بارکزی زیاته کړه چی د امنیتی ځواکونو پیاوړۍ کول کارسازه دی، امریکا خپل ډیر سلاحوی پر خلګو باندی استعمالوی.

ترامپ، د آمریکا ولسمشر، د امریکا نوی استراتژی اعلام په وخت کی خپل نظامی ځواکونو پیاوړۍ کولو ترڅنګ وویل چی دا ماموریت به څو کاله نور هم دوام وکړی.

ترامپ بیله دی چی د سرتیرو ډیرولو شمیر ته اشاره وکړی ویلی وو، امریکایی ځواکونو ژیر وتنه به یو خلا رامنځته کړی چی هغه خلا به د تروریستانو له لوری ډک سی.

 


د مطلب کود: 149685

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149685/د-افغانستان-په-اړه-امریکا-نوی-استراتژی-سره-نمایندګانو-مخالفت

آوا
  https://www.avapress.com