کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا سفیر: افغانستان به بیا هېڅکله بې حکومته نه شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 سنبله 1396 ساعت 11:32


په افغانستان کې د امریکا سفیر وايي، امریکا به هېڅکله سختدریځي پرېنه ږدي چې له افغانستانه د تروریستي حملو لپاره د پناهځای په توګه کار واخلي.

سفیر هوګو لارنس چې پر امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې د حملو له کالیزې سره په یو وخت په کابل کې پرون دوشنبه خبرې کولې، وویل:

"په زړه مو ده چې دا شخړه څنګه پیل شوه او پرېږدئ چې په یاد مو وي چې څنګه پای ته رسېږي. افغانستان به بیا هېڅکله بې حکومته نه شي او نه به بیا د هغو کسانو پر پناه ځای بدل شي چې له دغه ځایه پر موږ او زموږ پر متحدانو حملې وشي."

په کابل کې د امریکا سفیر همدا راز وویل چې متحد ایالتونه به په سیمه کې د اسلامي دولت یا داعش سختدریځه ډله یومخ له منځه یوسي.


د مطلب کود: 149696

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149696/د-امریکا-سفیر-افغانستان-بیا-هېڅکله-بې-حکومته-نه-شي

آوا
  https://www.avapress.com