دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۶
د مطلب کود : 149785
د کورنيو چارو وزير: د هلمند د پوليسو ټولې ستونزې به حل شي
د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک هلمند ته د سفر پر مهال ددې ولايت د پوليسوعمومي وضعيت و ارزوه او د ستونزو حل په موخه يې ژمنې وکړې.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی دی،  له نوموړي سره هلمند والي حيات الله حيات ددې ولايت د پوليسو اړوند د تشکيلاتو، تجهيزاتو او مهماتو په هکله ځينې وړانديزونه شريک کړل او غوښتنه يې ترې وکړه، چې په يادو برخو کې دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
سر چنیوی زیاتیوی، د کورنيو چارو وزير له هلمند والي حيات الله حيات او د ۵۰۵ بُست زون قومندان مل پاسوال غلام داود تره خېل سره يو ځای په يوه خبري غونډه کې هلمند ته د راتګ هدف روښانه کړ او وې ويل: دلته مو د پوليسو له رهبرۍ، افسرانو او موجوده پرسونل سره ځانګړې ناستې وکړې او ورسره مو د پوليسو د وضعيت په هکله هر اړخيزې خبرې وکړې.
په خبر پانه کی راغلی دی، د کورنيو چارو وزير زياته کړه، په درنو او سپکو وسلو د پوليسو سمبالښت، د موجوده تشکيلاتو اصلاحات او زياتوالی، د وسايطو او مهماتو ارزونه هغه اړين موارد دې چې د اصلاحاتو لپاره پرې کار کول ورته لومړيتوب لري.
هغه وويل: له ښه مرغه دلته د پوليسو روحيه پياوړې او د لوړ مرال لروونکي دي، نو لرې نده هغه پرتې ستونزې او غوښتنې چې پوليس ورسره مخامخ دي پوره به شي.
ښاغلي ويس برمک په کورنيو چارو وزارت کې د فساد پر ضد مبارزې ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې ياد وزارت به د فساد زړه پر ځای د شفافيت پر زړه بدل کړي.
نوموړی وايي د مجازاتو او مکافاتو اصل په اساس به د هلمند هغه پوليس منسوبين، چې له ځانه يې وړتيا ښودلې وستايل شي او هغه کسان چې په فساد او نورو ناغيړيو کې ښکېل وي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

https://avapress.com/vdcjoheviuqexaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته