دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 149799
په جنسي تېري او نورو جرمونو تورن کسان له المان څخه کابل ته ډيپورټ شول

د راپورنو له مخې، لږ تر لږه اته تنه افغان پناه غوښتونکي د المان حکومت له خوا کابل ته ډيپورټ شوي دي.

د المان د باوریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هیرمن وایي، دغه کسان وروسته له هغه له المان څخه ډيپورټ شوي کله چې دوی د مختلفو جرمونو په تور مجرم وپيژندل شول.

نوموړې زیاته کړه، چې د ډيپورټ شویو په منځ کې دوه تنه کسان هم شامل دي چې د جنسي تېري په پیښو کې مجرم بیژندل شوي.

د ښاغلي هیرمن په وینا، دغه کسان نن له باوریا ولایت څخه پلازمینې کابل ته استول شوي.

افغان چارواکي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو څلور میاشتې مخکې د افغان پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو بهیر د الماني چارواکو له خوا وځنډول شوه.

د الماني چارواکو دغه پریکړه ظاهراً وروسته له هغه وکړه چې په پلازمینې کابل کې د المان سفارت ته څېرمه د یوه خونړی چارودنې په ترڅ کې تر ۱۵۰ زیات کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdceoo8zojh8efi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته