کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جنسي تېري او نورو جرمونو تورن کسان له المان څخه کابل ته ډيپورټ شول

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 23 سنبله 1396 ساعت 9:01


د راپورنو له مخې، لږ تر لږه اته تنه افغان پناه غوښتونکي د المان حکومت له خوا کابل ته ډيپورټ شوي دي.

د المان د باوریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هیرمن وایي، دغه کسان وروسته له هغه له المان څخه ډيپورټ شوي کله چې دوی د مختلفو جرمونو په تور مجرم وپيژندل شول.

نوموړې زیاته کړه، چې د ډيپورټ شویو په منځ کې دوه تنه کسان هم شامل دي چې د جنسي تېري په پیښو کې مجرم بیژندل شوي.

د ښاغلي هیرمن په وینا، دغه کسان نن له باوریا ولایت څخه پلازمینې کابل ته استول شوي.

افغان چارواکي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو څلور میاشتې مخکې د افغان پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو بهیر د الماني چارواکو له خوا وځنډول شوه.

د الماني چارواکو دغه پریکړه ظاهراً وروسته له هغه وکړه چې په پلازمینې کابل کې د المان سفارت ته څېرمه د یوه خونړی چارودنې په ترڅ کې تر ۱۵۰ زیات کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.


د مطلب کود: 149799

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149799/په-جنسي-تېري-او-نورو-جرمونو-تورن-کسان-له-المان-څخه-کابل-ته-ډيپورټ-شول

آوا
  https://www.avapress.com