دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 149806
بلخي: پاکستان کې بې اسنادو افغان کډوالو ته کارتونه ورکول کیږي

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وایي ټاکل شوې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې ټول هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې له اسنادو پرته اوسېږي، داسې کارتونه ترلاسه کړي چې په هغه هېواد کې د دوی د ځورولو مخه ونیسي.

سید حسین عالمي بلخي له ازادي راډیو سره په مرکې کې وویل چې له پاکستان سره تر اوږدو خبرو اترو وروسته دغه تفاهم ته رسیدلي دي.

دی وايي:"تر اوسه څه باندې ۷۰ زره کسان راجسټر شوي دي او کارتونه یې ترلاسه کړي دي. ټاکل شوې تر شپږو میاشتو پورې ټول هغه افغانان چې په پاکستان کې اسناد نه‎لري، کارتونه ترلاسه کړي. شمېر ۷۰۰ تر ۸۰۰ زره پورې رسېږي."

په ایران کې د افغان کډوالو برخلیک:د افغانستان د کډوالو چارو وزیر دغه راز وایي، په ایران کې هم د بې اسنادو افغان کډوالو لپاره د رسمي کېدو پروسې په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي.

د ښاغلي بلخي په خبره له ایران سره لومړنی توافق شوی څو افغان دولت په ایران کې افغان کډوالو ته پاسپورټونه ورکړي او ایران هغوی ته ویزې ورکړي.

دی وایي، د دې خبرو لومړی پړاو په تهران کې ترسره شوی او دوهم دور به یې په کابل کې ترسره شي، خو دقیق وخت یې ونه ښود.

شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېروي چې په دوی کې یو میلیون او درې لکه کسان اسناد لري او اووه لکه نور بې اسنادو دي او شاوخوا یو میلیون نور کډوال په ایران کې ژوند کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzn0f9yt0oj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته