دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 149813
اصف: چین، ترکیه، او ایران د افغانستان په اړه د پاکستان له دریځه ملاتړ کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وایي چین، ایران، او ترکیه د افغانستان په اړه د پاکستان له دریځ څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي اصف چې په وروستیو کې یاد هېوادونو ته سفرونه درلود، تیره ورځ له یوه خصوصي تلویزیون سره د مرکې پر مهال وویل چې چین، ایران،او ترکیه د ترهګرو پر ضد په مبارزه کې د پاکستان د قربانیو تصدیف کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې یاد هېوادونه د افغانستان په اړه د پاکستان له هغه دریځه ملاتړ کوي چې د افغاستان د جګړې حل یواځیني لاره سیاسي لاره ده.

نوموړې په همدې حال کې په افغانستان کې د هند د حضور په اړه خپل انديښنې څرګنده کړه او ادعا وکړه چې هند حکومت یواځې د پاکستان پولې ته نژدې پانګه اچونې کوي او په دې اړه اسلام اباد خپل انديښنې لري او له لومړی وزیر سره هم شریک شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل په پام کې ده چې د هند د نفوذ په اړه د نړی له مختلفو مشرانو سره خبرې پیل شي او ټاکل شوې ده چې په دې اړه له افغان ولسمشر سره هم خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد د افغانستان سفیر ښاغلي عمر زاخېلوال څو ورځې مخکې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې اسلام اباد دې د افغانستان او هند پر اړیکې اعتراض نه کړي.

ښاغلي زاخېلوال ټینګار وکړ چې پاکستان به هیڅکله د هند او افغانستان له اړیکو څخه زیانمن نه شي او دواړه هېوادونه باید د یوبل ملي حاکمتیت ته درناوې وکړي او د موجود اختلافاتو د لمنځه وړلو او دوامداره اړیکو د جوړلو او ساتنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb89b8frhbawp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته