کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ګوترس: برما دې د مسلمان اقلیت په وړاندې تاوتریخوالی ختم کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 سنبله 1396 ساعت 12:17


د ملګرو ملتونو عمومي منشي د برما یا میانمار پر چارواکو غږ کړی چې په هغه هېواد کې د مسلمان اقلیت په وړاندې تاوتریخوالی ختم کړي.

انتونیو ګوترس د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې یوې خبري غونډي ته وویل:

"زه د میانمار پر چارواکو غږ کوم چې پوځي اقدامات ودروي، تاوتریخوالی ختم کړي. د قانون ملاتړ وکړي او د ټولو هغو کسانو د بېرته ورتګ حق وپېژني چې له هغه هېواده وتلو ته اړ شوي دي. زه پر هغوی ټینګار کوم چې د ملګرو ملتونو د ادارو او نورو غیر دولتي ادارو له‎خوا د مهمو مرستو رسول ډاډمن کړي. "

د برما مشره اونګ سان سوچي په هغه هېواد کې د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې د چلند له کبله له سختو نړیوالو انتقادونو سره مخامخ ده.

د تېرې میاشتې راهیسې چې د برما په راخین ایالت کې د روهینګیا مسلمانانو په وړاندې تشدد پیل شوی، شاوخوا ۳۸۰ زره روهینګیا مسلمانان بنګله دیش ته تښتیدلي دي.

د برما حکومت وایي، دوی د روهینګیا د یاغیانو له‎خوا د هغو بریدونو ځواب ورکړی چې پر امنیتي پوستو یې کړی وو او د ملکي خلکو په نښه کول ردوي.

تېره ورځ د برما د حکومت یوه ویاند ویلي و چې انګ سان سوچي به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې ګډون ونه‎کړي او د خپل هېواد ستونزو به هواري کړي.


د مطلب کود: 149817

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149817/ګوترس-برما-دې-د-مسلمان-اقلیت-په-وړاندې-تاوتریخوالی-ختم-کړي

آوا
  https://www.avapress.com