د غزني ولایتي چارواکي وايي نن د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ امینه قوماندان وژل شوی دی.
د غزني ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد زمان ته وویل، چې د څارمن محمد اسحاق جلیلي پرموټر نن سهار نهه بجې ماین چاودیدلی دی.
جنرال محمد زمان وویل " دڅارمن محمد اسحاق جلیلي د سپرلۍ پر موټر باندې د وظیفې پر وخت د جغتو ولسوالۍد ګل باوري په سیمه کې د سړک د غاړې ماین چاودلی چې له امله یې ښاغلی جلیلي په شهادت رسیدلی دی".
څارمن محمد اسحاق جلیلي یوه میاشت وړاندې د جغتو د ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان څارمن منظور حسین له مړینې وروسته د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه ګمارل شوی وو.
څارمن منظور حسین، د وسله والو طالبانو په یو کمین کې وژل شوی وو.
تراوسه وسله والو ډلو د غزني د جغتو د امنیه قوماندان جلیلي د وژلو مسولیت نه دی اخیستی.
د غزني جغتو ولسوالۍ د دغه ولایت په ناامنو ولسوالیو کې شمیرل کیږي، چې د افغان حکومت وسله وال مخالفان په کې فعال حضور لري.