دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۶
د مطلب کود : 149873
مولانا سمیع الحق د پاکستان په ملاتړ او د امریکا پر ضد د طالبانو دریځ اعلان کړه

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته پر اسلام اباد د واشنګټن له خوا فشارونه مخ په زیاتیدو دي، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام سمیع مشر مولانا سمیع الحق د پاکستان په ملاتړ او د امریکا پر ضد د افغان طالبانو په نمایندګی د یاد ډلې دریځ اعلان کړه.

که څه هم د افغان طالبانو له خوا په دې اړه کومه رسمي بیان نه دی صادر شوی، خو مولوي سیمع په یوه بیان کې لیکلي که چیرې پاکستان د ټرمپ ادارې له خوا له کومه ګواښ سره مخ شي نو افغان طالبان به د اسلام اباد تر څنګ ولاړ وي.

په پاکستان کې د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د مولوي سمیع له خوا دغه بیان په اکوړه خټک کې د یوه مدرسې له ادرسه خپور شوی دی.

مولوي سمیع ادعا کوي چې د امریکا نوې ستراتیژي په غبرګون کې د مفتي محمد ذکري په مشری د افغان طالبانو او امارات اسلامي افغانستان د غړیو ترمنځ یوه غونډه د اتحاد علماي افغانستان تر نامه لاندې جوړه شوې وه.

د راپورونو له مخې په دغه غونډه کې د نورو مذهبي موسسو او ډلو غړو هم ګډون کړي وو خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه غونډه په کوم ځای کې جوړه شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي وایي، ، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او په خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

ولسمشر ټرمپ تیره میاشت وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

نوموړې خبرداری ورکړ چې امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي سره له دې چې واشنګټن له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqwnzx23nk6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته