کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په زابل کې د ترافیکي پېښې له کبله ۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 سنبله 1396 ساعت 14:26


په زابل کې سیمه ییز چارواکي وایي، چې د ترافیکي پېښې له کبله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.

د زابل د شهر صفا ولسوال عبدالصمد درانی وايي، نن غرمه یو ۳۰۳ بس د شهر صفا بازار ته نږدې له یوه فولدر موتر سره ټکر کړی، چې له کبله یې څلور کسه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي، دا کسان د فولدر موټر سپرلۍ وې.

نوموړی دغه راز په ډاګه کړې، چې د بس موتر چلوونکی تښتیدلی او پولیس هڅه کوي، چې پیدا یې کړي.


د مطلب کود: 149962

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149962/په-زابل-کې-د-ترافیکي-پېښې-له-کبله-۷-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com