کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني د شینډنډ هوایي لېوا قوماندان ته د اپارتمان کیلي ورکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سنبله 1396 ساعت 11:14


په لویدیځ هرات ولایت کې د شینډنډ هوایي لېوا قوماندان برید جنرال قدرت الله صدیقي د نه ستړې کیدونکو خدمتونو له امله د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د یوه اپارتمان کیلي ترلاسه کړه.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عمومي ریاست په یوه بیان کې لیکلي، چې د شینډنډ هوایي لېوا قوماندان برید جنرال قدرت الله صدیقي، د ملي اردو جزوتامونو د قطعاتو د اکمال، د شهیدانو د لېږد او د دښمن د ځالو له منځه وړو له امله، د ملي دفاع وزارت له بودجې د یوه آپارتمان کیلي ترلاسه کړه.

ولسمشر غني ، ښاغلي صدیقي ته د آپارتمان د کیلي سپارلو پر مهال ټینګار وکړ، چې په ټولو ساختماني پروژو کې د کورونو په وېش کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو ته لومړیتوب ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو او ترهګرو ډلو د له منځه وړلو او د امنیت په تامین کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د افغانستان هوایي قول اردو مسئولیوتنه مخ په زیاتیدو دي.

افغان حکومت او د افغانستان متحدین د افغان امنیتي ځواکونو او په خاصه توګه هوایي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان کابو دوه میاشتې مخکې ویلي وو، په پام کې ده چې د افغانستان د هوایي ځواکونو د الوتکو شمېر تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې دوه برابره شي.


د مطلب کود: 150004

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150004/ولسمشر-غني-د-شینډنډ-هوایي-لېوا-قوماندان-ته-اپارتمان-کیلي-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com