کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار:

د نا امنۍ له امله ډاکټرانو کاربنديز اعلان کړی

28 سنبله 1396 ساعت 18:32

په ختيځ ولايت ننګرهار کې ډاکټرانو او د د درملتونونو مسوولينو په دغه ولايت کې د وروستيو نا امنيو له امله کار بنديز اعلان کړی دی.




د آوا په ګزارش سره،روغتياپالانو ګواښ کړی دی چې تر هغې به کاربنديز ته دوام ورکړي تر څو په دغه ولايت کې د خلکو او په ځانګړې توګه د روغتيا پالانو امنيت نه وي خوندي شوی.
ننګرهار چې د خپلو ناروغانو سربيره په کې د کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو ناروغان هم د تداوۍ له پاره ور وړل کيږي، د روغتياپالانو دغه اعتصاب ناروغان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
ډاکتران او درمل پلورونکي وايي، هره ورځ د وسله والو او غلو له لوري ګواښل کېږي، د کورنۍ غړي يې اختطاف کېږي او ان د کورونو او کتنځايونو مخې ته يې بمونه اېښودل کېږي؛ خو امنيتي ځواکونه يې پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي.
روغتيا پالان وايي چې د وسله والو او غلو له لوري هره ورځ ګواښل کيږي او د کورنۍ غړي يې اختطاف کيږي او د کلينيکونو مخې يې بمونه ايښودل کيږي خو امنيتي ځواکونه يې په اړه هيڅ اقدام نه کوي.
ناروغانو په دولت غږ کړی دی چې د ناروغانو د ستونزو د حل له پاره دې دولت د روغتياپالانو امنيت او د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.
نن ورځ د ننګرهار په ښار کې ټول روغتونونه او درملتونونه تړل شوي دي او مسوولين يې د اعتصاب په توګه د ولايت مخې ته راټول شوي دي.


د مطلب کود: 150126

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150126/د-نا-امنۍ-له-امله-ډاکټرانو-کاربنديز-اعلان-کړی

آوا
  https://www.avapress.com