کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنتاګون: افغانستان ته نور درې زره امریکايي پوځیان لېږو

28 سنبله 1396 ساعت 18:45

د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس وايي، دغه هېواد درې زره تازه دم پوځیان افغانستان ته استوي.


د آوا د خبر له مخی،د امریکا ولسمشر نږدې میاشت مخکې د افغانستان او سیمې په هکله ستراتیژي ډاګیزولو کې له افغانستان د ځواکونو اېستلو سره مخالفت وکړ.
هغه وویل، داسې تشه رامنځ ته کېدل نه غواړي چې وسلوال یې ډکه کړي.
ډونلډ ټرمپ د شنونکو د هیلې خلاف هغه مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر په هکله څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې افغان شرایطو ته په کتو به د امریکايي ځواکونو شمېر ټاکل کېږي.


د مطلب کود: 150130

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150130/پنتاګون-افغانستان-ته-نور-درې-زره-امریکايي-پوځیان-لېږو

آوا
  https://www.avapress.com