کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې د پاکستان د لښکر طیبه اته غړي په هوایي برید کې ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 سنبله 1396 ساعت 10:09


په سویل هلمند کې د پاکستان د لښکر طیبه اته غړي د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وسله وال د هلمند ولایت په ناوې ولسوالی کې وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د پاکستان د لښکر طیبه اته غړي هم شامل دي.

د ملي دفاع وزارت په وینا، په دغو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ تنه وسله وال ټپیان هم شوي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 هلمند د افغانستان په سویل کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ وویل، چې د هوایي برید په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالی په اړوند سیمه کې د لښکر اسلام دوه غړي وژل شوي د دغو سانو د هویت اړه نور جزئیات وړ نه کړل.


د مطلب کود: 150217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150217/هلمند-کې-د-پاکستان-لښکر-طیبه-اته-غړي-په-هوایي-برید-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com