دخپریدو نیټه :جمعه ۷ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۰۴
د مطلب کود : 150628
په کابل کی مقناطیسی بوم چاودنه ۳ تنه شهید او ۱۶ تنه ټپیان کړل
د داخلی وزارت ویاند دفتر سرپرست وایی د یو مقناطیسی ماین چاودنی له امله د کابل پولیس لمړۍ حوزه کی ۳ تنه شهید او ۱۶ تنه هم ټپیان سوی دی.

 

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نجیب دانش د داخلی وزارت وایند دفتر سرپرست وویل چی د یو چسبکی ماین چاودنی له امله چی رنجر ډوله موټر باندی نښتۍ وو پرون ماښام د ۶:۳۰ په شاوخوا د چنداول په سیمه کی د تخریباتو او حریقاتو لامل ګرځیدلی دی.

دانش زیاته کړه: په دری شهیدانو کی دوه پولیس او یو ملکی کس دی او ۱۶ ټپیانو کی ۲ پولیس او ۱۴ تنه ملکی کسان شامل دی.

 

https://avapress.com/vdchivnz623nm-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته