کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډنمارک افغانستان ته ۵۵ نور سرتېري استوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 میزان 1396 ساعت 11:47


ډنمارک د دوشنبې په ورځ وویل، د امنیتي هلوځلو د ملاتړ لپاره به افغانستان ته ۵۵ نور سرتېري واستوي.

ډنمارک دا اعلان یوه اوونۍ وروسته له دې وکړ چې په افغانستان کې د ډنمارکي ځواکونو پر کاروان موټر بمي برید وشو.

د ډنمارک دفاع وزارت وویل، دا ۵۵ سرتېري به د هغو ۹۷ ډنمارکي پوځیانو ملاتړ وکړي چې له وړاندې څخه په افغانستان کې دي او کابل ښار ته نېږدې د افغان ملي اردو اکاډیمۍ ته د تګ راتګ په لاره کې د سلاکارانو ساتنه کوي.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر اندریس سامویلسن «سامو ویل سن» په یوه اعلامیه کې ویلي"که د افغانستان حکومت کنټرول له لاسه ورکړي، افغانستان به یو وار بیا د تروریستي ډلو پر ځالې بدل شي، اروپا او ډنمارک ته به د پناه غوښتونکو سېل رامات شي."

۵۵ ډنمارکي پوځیان به د ۲۰۱۸ په لومړیو کې په کابل کې ځای پر ځای شي.


د مطلب کود: 150836

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150836/ډنمارک-افغانستان-ته-۵۵-نور-سرتېري-استوي

آوا
  https://www.avapress.com