دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 151029
ملا هبت الله خپلو افرادو ته امر کړی، چې نور له داعش سره جګړه ونه کړي- جنرال رازق

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق په ډاګه کړې، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په سویل ختیځ زون کې خپلو افرادو ته امر کړی، چې نور له داعش سره جګړه ونه کړي.

هغه زیاتوي، ملا هبت الله لس ورځي وړاندې د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالۍ ته راغلی و او هلته يې له يو شمېر قومندانانو سره کتلي دي.

نوموړي دا هم ویلي؛ د طالبانو مشر لارښوونه کړې، چې د داعش او طالبانو موخې ګډې دي، نو له دې امله باید ورسره جګړه ونه شي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxf0fnyt0kz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته