احمد یاسین سالک قادري د افغانستان د بدن ښکلا د ملي ټیم غړی دی، قادري په منګولیا کې د باډي بېلډینګ نړیوال جام سیالیو کې ټول هېوادونو ته ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ نن یکشنبه د چنګاښ په ۱۶ په مغولستان کې ترسره شوه چې پکې د بیلابیلو هیوادونو ګډون کړی و.
په تېره اګسټ میاشت کې قادري د بدن ښکلا په برخه کې د آسیا په کچه لومړی مقام ترلاسه او د سرو زرو مډال یې خپل کړی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)