دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۵
د مطلب کود : 151105
افغانستان به بیا د ترهګرو پر خوندي ځالي بدل نشي- ناتو

د ناټو د پارلماني پلاوي رییس وایي، افغانستان به بیا د ترهګرو پر خوندي ځالي بدل نشي.

په افغانستان کې روان کړکیچن امنیتي حالت په ظاهره ناتو اړ کړې، چې د وضعیت د څارنې لپاره مټې بډ وهي.

په وروستیو کې د ناټو د پارلماني پلاوي رییس پایلو آلي ترهګرو ډلو ته خبرداری ورکوي، چې افغانستان به بیا ورته خوندي ځاله ونه ګرځي.

هغه زیاتوي؛ باید پرینښودل شي، چې افغانستان بیا ترهګرو ته پر خوندي مرکز بدل شي او له هغه هېواده په زیات شمېر کې خلک اروپا ته وتښتي او مونږ نه شو کولی هغه څه، چې افغانستان کې پېښيږي، جدي ونه نیسو، ځکه د بهرنیو ځواکونو په وتلو تر هګرو خپل فعالیت پراخ کړی دی.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې د بهرنیو ځواکونو د محاربوي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته طالبانو زیاتې ساحې لاندې کړې.

ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری بیا وایي، چې له شل ترهګرو ډلو سره د افغان ځواکونو مبارزه د دې سبب شوې، چې ناامني زیاته شي.

د آلمان دفاع وزارت افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو پر مسالې غور کوي، چې په افغانستان کې د آلماني ځواکونو اوسنی شمېر، چې یو سل و اتیا کسه دي، یو زرو څلور سوه ته پورته کړي.

د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال باور لري، چې د امریکا نوې تګلارې د جګړې په ډګر کې وضعیت بدل کړی دی.

په ولسي جرګه کې د هرات استازی غلام فاروق مجروح وایي، که امریکایان خپلې ژمنې پلې کړي؛ دا به مو په ګټه وي.

په وروستیو کې ناتو د لومړي ځل لپاره د پاکستان په تړاو څرګند دریځ ونیوه او د هغه هېواد په خاوره کې یې د ترهګرو د خوندي مرکزونو د تړلو غوښتنه هم وکړه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuzazwt1awz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته