کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډین جونز د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 18 میزان 1396 ساعت 17:32

ډین جونز د آسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې کمیس سره ۱۶۴ ځلې د لوبې ډګر ته تلی دی او د کرېکټ غوره سلاکار په توګه یې کار کړی دی


د افغانستان کرېکټ بورډ آسټرالیايي ډین جونز د افغانستان کرېکټ ملي د لوبډلې د لنډمهاله روزونکي په توګه ټاکه.

د هېواد کرېکټ بورډ نن(سې‎شنبې د تلې۱۸مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي:«د افغانستان کرکټ بورډ ډین جونز په موقت ډول د افغانستان ملي لوبډلې روزونکي په توګه هانګ کانګ ته د قاره یي لوبو سفرونو په اړه ټاکلی دی.»

ښاغلي جونز د آسټرالیا په کرکټ لوبډله کې لوبه کړې ده.

دی سره له دې چې د کرېکټ کارپوه په توګه یې کار کړی، ترڅنګ یې د اسلام آباد یونایټډ لوبغالي څارونکی د پاکستان غوره لیګ کې هم پاتې شوی دی او همداراز یې په آسټرالیا کې د توپ اچونې کارپوه په توګه استرالیا کې کار کړی دی.

جونز ویلي دي:«خوشاله یم چې اعلان کوم زه د افغانستان ملي لوبډلې روزنکی په موقت ډول د هانګ کانک لوبو لپآره ټاکل شوی یم.»

ویل کېږي چې د هغه او کرېکټ بورډ ترمنځ د هوکړې څرنګوالی به د هانګ کانګ له لوبو وروسته څرګند شي.

کرېکټ بورډ ویلي دي چې جونز د افغانستان په شپږیزې لیک کې کارپوه وه.

ښاغلی جونز به د تلې له ۲۸مه د لړم تر لومړۍ پورې د قاریه یي لوبو مسوولیت ولري.


د مطلب کود: 151201

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151201/ډین-جونز-د-افغانستان-کرېکټ-ملي-لوبډلې-روزونکي-په-توګه-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com