دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 151239
امریکا د داعش خلاف د جګړې نه‌کولو په اړه د روسيې ادعا رد کړه

د امریکا دفاع وزارت د روسيې دا ادعا رد کړه چې وايي، متحده ایالات په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد جګړه نه‌کوي.

دا څرګندونې د امریکا او روسيې ترمنځ د روان بحران تازه نښې نېښانې بلل کېږي.

د روسيې د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال ایګور کوناشینکوف پرون سې شنبه په مسکو کې وویل، ټول ویني چې امریکا په عراق کې داسې ښيي چې ګواکې د داعش پر ضد جګړه کوي او په سوریه کې په دوامداره توګه د داعش پر ضد د ځینو دلایلو له امله د فعالې مبارزې ادعا کوي.

اخوا بیا په واشنګټن کې د پنټاګون ویاند رابرټ مینینګ د روسيې دا تورونه په مکمله توګه بې‌بنسټه وبلل.

نوموړي وویل، امریکا د داعش غړي وژني او هغوی ته د خوندي پناه ځایونو د برابرېدو مخه نیسي او خلکو ته د دې ډلې پر ضد د هوايي بریدونو په اړه ورځني معلومات ورکوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwq9qyak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته