افغان ولسمشر محمد اشرف غني نوماند وزیرانو ته د پیسو په بدل کې له ولسي جرګې څخه د باور رایې د ترلاسه کولو په خاطر سخت خبرداری ورکړ.
ولسمشر غني نن د کابینې په غونډه کې وینا پر مهال له نوماند وزیرانو سره د حکومت د دریځ په اړه خبر ورکړ.
د ارګ ماڼی په وینا « جمهوررئیس غني د کابینه په غونډه کې وویل، چې هر نوماند وزیر چې د ولسي جرګې څخه د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره د پیسو معامله وکړي، د نوماندو لیست څخه به لیرې شي.»
تمه کیږي چې د ملي یووالي حکومت په راتلونکو ورځو کې د کابینې نوې نوماند وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو په خاطر ولسي جرګې ته معرفي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت د کابینې یو شمېر وزیران تیر کال د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحیت شول.
د دغو وزیرانو د ګوښه کېدو لامولونه له ۷۰ سلنې د کمې بودیجې لګول، د بودیجې په لګښت کې له قانون نه سرغړونه او د پرمختیایي بودیجې د وړاندې اخستل شویو پیسو بېرته نه ورکول بلل شوي وه.