کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان د فراه بابری موټرونو څخه مالیات راټولوی

21 میزان 1396 ساعت 8:10

طالبان د فراه تجارتی بندر په تصرف کولو سره، په ورځ کی میلیونونه افغانی د ګمرکی مالیاتو په نامه د تاجرانو څخه راټولوی.


 

د آوا په ګزارش سره، د فراه ولایتی شورا غړۍ وایی چی طالبانو د شیخ ابونصر څخه تر فراه ښار پوری عمومی تجارتی بندر په لاره کی یو پوستی په رامنځته کولو سره، په شکاره توګه باج اخلی.

دادالله قانع، د فراه ولایتی شورا منشی وایی چی طالبان د فراه قلعه کاه ولسوالی په توابعو کی یو پوسته رامنځته کړی دی او ددی ولایت تجارتی لاری کنترول په لاس کی نیولی دی.

هغه وایی چی دولت تراوسه ددی سیمی بیرته نیولو لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی.

عبدالحکیم همت، د فراه ګمرک مشر هم دا خبره تائیدوی او وایی چی دا موضوع د مربوطه چارواکو سره شریک کړی دی خو تراوسه کوم اقدام نه دی ترسره سوی.

عارف شاه جهان، د فراه والی هم وایی چی طالبان د پوستی په رامنځته کولو سره اخاذی ته اقدام کوی.

هغه په وینا طالبان هڅه لری ددی لاری، قلعه کاه ولسوالی ته سقوط ورکړی.

د فراه والی زیاته کړه چی طالبان د ځینی ځایونو څخه ملاتړ یی کیږی چی دا لاره تصرف کړی او ځان لپاره یو ګمرک جوړ کړی او د دولت ټول عواید راټول کړی.


د مطلب کود: 151328

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151328/طالبان-د-فراه-بابری-موټرونو-څخه-مالیات-راټولوی

آوا
  https://www.avapress.com