دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 151378
شمالی کوریا امریکا ته خبرداری ورکړی چې په ګوام سیمه کښې به دامریکا په پوځی اډې د توغندیو حملې وکړی
د شمالی کوریا لخوا دغه خبرداری په کوریا ټاپووزمې کښې روانې پوځی مانورې ته په غبرګون کښې ورکړل شوی دی .


دشمالی کوریا مشر  کیم جونګ ان امریکا ته په خبرداری سره ویلی دی چې دجاپان ، جنوبی کوریا او د امریکا پوځی مانورې زمونږ اراده نوره هم پیاوړی کړی  او امریکا باید په جنګ سره سیخه کړې شی .

شمالی کوریا ویلی دی چې دغه پوځی مانورې دسختو اقداماتو د ترسره کولو لپاره زمونږ لاسونه وسلو ته نږدې کړی دی .

دشمالی کوریا دغه خبرداری  د کوریا د ټاپووزمې دپاسه دامریکا د پوځی قدرت دښودلو لپاره ددوو (۲)جنګی بی یو بی الوتکو الوت ته په غبرګون ورکړل شوی دی .

https://avapress.com/vdca06n6a49nme1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته